انصار: ( د غویی 5مه)،د امریکا یوې محکمې د میر رحمان رحماني او اجمل رحماني په اړه د ابتداییه محکمې د حکم د بیا کتنې یا ننګولو غوښتنه رد کړه.
میر رحمان رحماني د تېر جمهوري نظام د پارلمان رییس او زوی یې اجمل رحماني د پارلمان غړی وو.
د امریکا د خزانې وزارت د تېر ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې اعلان وکړ چې میر رحمان رحماني، اجمل رحماني او ورسره تړليو لږ تر لږه ۴۴ شرکتونو د امریکايي ځواکونو په تدارکاتي تړونونو کې پراخ فساد کړی او د امریکا لسګونه میلیونه ډالره یې حیف او میل کړي.
رحماني هغه وخت د امریکا خزانې وزارت پرېکړه چلنج کړې وه او ویل یې چې حاضر دي محکمې ته د خپل سپیناوي په باب اسناد وړاندې کړي.
د کولمبیا د ولسوالۍ د تازه بیان په اساس د بیاکتنې د ادعا غوښتنه ځکه ردوي چې د دوی په باور متقاضیان د دې وړتیا نه ده ښوولې چې پرېکړه دې وننګوي. د بیان په اساس دوی
همداراز امریکا ته نه دي پرېښودل شوي او د بهرنیو چارو وزارت د پرېکړې په وړاندې د درېدو جوګه نه وو.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/31259